د متحد د پرمختیایي مالي مؤسسې وېبسایټ ته ښه راغلاست.
متحد د وړو مالي خدمتونو اداره، چې د ۲۰۱۱ کال د اپریل په میاشت کې تاسیس شوې، د افغانستان له مخکښو وړو تمویلوونکو مالي ادارو څخه ده، د سوداګرو د ځواکمنولو او د اقتصادي ودې د هڅولو لپاره ژمنه ده. د شریعت سره سم مالي حل لارو، هراړخیزو لارښوونو او د مالي شمولیت د ژمنتیا له لارې، مونږ د هېواد سوداګرېز چاپېریال بدلوو. زمونږ سره یوځای شئ، ځکه مونږ د هر کاروبار له لارې مثبت بدلون رامنځته کوو.
پېژندنه:
په ۲۰۱۱ اپریل کې د تاسیس راپدېخوا، زمونږ ژمنتیا ده چې د سوداګرو لپاره ځانګړې مالي حل لارې او لارښوونې برابرې کړو، تر څو د ځایي اقتصاد ملاتړ او د هېواد په کچه د سوداګرۍ کلتور ته وده ورکړو.
د قانون لاندې د وړو مالی خدماتو اداره (MFI)
متحد د افغانستان بانک (مرکزي بانک) څخه د وړو تمویلونو د مؤسسې په توګه په ۲۰۲۵ کال د فبرورۍ په میاشت کې د جواز ترلاسه کړ. اوس متحد د افغانستان په رسمي مالي چاپېریال کې د یوې تنظیم شوې د وړو مالی خدماتو مؤسسې په توګه فعالیت کوي.
د سوداګرۍ په برخه کې زمونږ ژمنتیا:
متحد د وړو تمویلونو مؤسسه د نوې سوداګرۍ د پیل ځانګړي ننګونې او په اقتصادي پرمختګ کې د هغوی مهم رول ښه درک کوي. له همدې امله مونږ ژمن یو چې د اړینو توکو، سرچینو او د شریعت سره سم د مالي محصولاتو په برابرولو سره سوداګر ځواکمن کړو، تر څو وکولای شي خپل خوبونه/پروګرامونه په بریالیو کاروبارونو بدل کړي.
کورني اقتصاد ته وده ورکول:
د شریعت سره سم مالي د محصولاتو له لارې، متحد په افغانستان کې د ځایي اقتصاد د هڅولو په برخه کې مهم رول لوبولی دی. پانګې ته لاسرسی او د هراړخیزو لارښوونو په مټ، مونږ ګڼ شمېر نوې کاروباریانو ته د ودې ځواک او فرصت رامنځته کړی، چې ټولنې ته د دوامداره اقتصادي پرمختګ لامل ګرځيدلی.
د مالي شمولیت هڅونه:
متحد مالي مؤسسه ژمنه ده چې مالي شمولیت ته وده ورکړي او د مالي لاسرسي په برخه کې د جنسیتي توپیر کچه راکمه کړي. په اقتصادي پرمختګ کې مونږ د ښځینه سوداګرو مهمې ونډې په نښه کړي، او په دې برخه کې مو ځانګړې نوښتونه پلي کړي دي ترڅو د هغوی د هېلو ملاتړ وشي. د مساوي فرصتونو په برابرولو او د ښځینه سوداګرو په ځواکمنولو سره، مونږ لا یوه ډېره ټولشموله او هوسا ټولنه رامنځته کوو.
پېژندنه او اغېز:
د خپلو نه ستړې کېدونکو هڅو او اغېزمنو نوښتونو له لارې، متحد مالي مؤسسې په ملي او نړیواله کچه پراخه پېژندنه ترلاسه کړې ده. زمونږ د بریا کیسې نورو ته الهام ورکوي چې خپلې سوداګریزې هیلې او موخې زمونږ سره تعقیب کړي، ځکه خو د دندو په رامنځته کولو او د بېوزلۍ په کمولو کې زمونږ هڅې په بېلابېلو ډګرونو کې ستایل شوې دي.
د هوسا راتلونکي لپاره زمونږ سره ملګري شئ :
که تاسې سوداګر یاست چې مالي ملاتړ ته اړتیا لرئ، یا یو پانګه وال یاست چې د افغانستان په اقتصادي پرمختګ کې ونډه اخیستل غواړئ، متحد تاسو ته ښه راغلاست وایي چې زمونږ سره دې سفر کې ملګري شئ. په ګډه، مونږ کولی شو یو هوسا راتلونکی جوړ کړو، سوداګر ځواکمن او په ټول افغانستان کې دوامداره پرمختګ رامنځته کړو.
د نړۍ په کچه د مالي خدمتونو داسې اداره چې اقتصادي ستونزې لرونکو ته محصولات او ارزښتناکه خدمتونه برابر، ترڅو د هغوی لوړ عایدات، د شتمنۍ بنسټ جوړ او د ژوندانه په معیار کې دوامداره ښه والی رامنځته شي."
د یوې نوښتګرې او دوامداره وده کوونکې مالي ادارې په توګه، چې په خپلو کړنو کې پر ځان بسیا ده، موخه مو افغان سوداګرو ته مالي خدمتونه وړاندې کول او د فرصتونو رامنځته کول دي،."